د طالبانو د کډوالو او راستنېدونکو چارو وزارت په یوه خبر پاڼه کې ویلي، چې د دغه وزارت سرپرست وزیر مولوي عبدالکبیر د اطلاعاتو او کلتور وزارت د ځوانانو چارو له معین محمد یونس راشد سره کتلي دي.
د طالبانو د کډوالو او راستنېدونکو چارو وزارت په یوه خبر پاڼه کې ویلي، چې د دغه وزارت سرپرست وزیر مولوي عبدالکبیر د اطلاعاتو او کلتور وزارت د ځوانانو چارو له معین محمد یونس راشد سره کتلي دي.
د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې په دې کتنه کې د ځوانانو چارو د معینیت د فعالیتونو بیانولو پر مهال ویلي چې په کابل او ولایتونو کې د ځوانانو لپاره بېلابېلې اصلاحي او د روزنیزې برنامې تر کار لاندې دي او تمه ده، چې په هر ولایت کې ګڼ شمېر ځوانان په کې برخه واخلي.
د هغه په خبره د ځوانانو چارو معینیت به د کډوالو او راستنېدونکو چارو وزارت په همکارۍ او همغږۍ، له ګاونډیو هېوادونو څخه راستنو شویو افغان ځوانانو ته یو لړ ځانګړې برنامې طرحه پلې کړي، څو په ټولنه کې د ځوانانو په ادغام کې مرسته وکړي او مسایل ورته روښانه شي.