دا په زړه پورې ده ۰
د خوست ولایت ځایي چارواکو خبر ورکړی، چې د دغه ولایت د «شمل دوه منده ولسوالۍ» په اړوند سیمه کې د کوارسو ډبرو لوی کان کشف شوی دی.
خوست کې د کوارسو ډبرو لوی کان کشف شوی دی
د خوست ولایت ځایي چارواکو خبر ورکړی، چې د دغه ولایت د «شمل دوه منده ولسوالۍ» په اړوند سیمه کې د کوارسو ډبرو لوی کان کشف شوی دی.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې د یاد ولایت د والي ویاند مستغفر ګربز ویلي، چې دا کان د طبیعي زېرمو له مهمو ډولونو څخه شمېرل کېږي او د لومړي ځل لپاره په دغه سیمه کې تثبیت شوی دی.

«کوارس د الماني ژبې له Quaetz کلیمې نه اخیستل شوی چې یو سخت او قوي منرال دی.

دا ډبره بېلابېل رنګونه لري او په بازار کې یې خلک د کرسټال، بلور یا یخک په نومونو هم پېژني.

جمهورخبري آژانس
https://jomhornews.com/vdcjh8ev8uqeo8z.b,fu.html
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته