متقي او جي شنکر په د هند او افغانستان د اړیکو په پراختیا خبرې کړې

26 ثور 1404 ساعت 9:49

د طالبانو بهرنیو چارو سرپرست وزیر مولوي امیرخان متقي د هند بهرنیو چارو وزیر جې شنکر سره ټیلیفوني خبرې کړې دي.


د طالبانو بهرنیو چارو سرپرست وزیر مولوي امیرخان متقي د هند بهرنیو چارو وزیر جې شنکر سره ټیلیفوني خبرې کړې دي.

د جمهور آژانس د خبر له مخې بهرنیو چارو وزارت وايي، چې په دې مکالمه کې د دوه اړخیزو اړیکو پر پیاوړتیا، سوداګرۍ او د ډیپلوماټیکو اړیکو د کچې پر لوړولو خبرې شوې دي.

متقي هند د سیمې مهم هېواد او له افغانستان سره يې اړیکې تاريخي بللي او هیله يې څرګنده کړې چې دا اړیکې لا پیاوړې شي. متقي همداراز افغان سوداګرو او ناروغانو ته د هند د وېزو په ورکړه کې د اسانتیاوو او په هند کې د افغان بندیانو د خلاصېدو او هېواد ته د راستنولو غوښتنه کړې ده.

بلخوا د هند بهرنیو چارو وزیر افغانستان سره د هند اړیکې تاریخي بللې او افغانستان سره یې د خپلو همکاریو د دوام سربېره په سیاسي او اقتصادي برخو کې پر ګډ کار ټينګار کړی دی.

جې شنکر د بندیانو قضیو ته د ژر رسېدنې او د ویزو په برخه کې د اسانتیاوو راوستلو ژمنه کړه ده. بهرنیو چارو وزارت همداراز ویلي، چې دې ټیلیفوني خبرو کې دواړو لورو د چابهار بندر پر پراختیا هم ټینګار کړی دی.

جمهورخبري آژآنس


د مطلب کود: 182311

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/182311/

جمهور
  https://www.jomhornews.com