ملا عبدالغني برادر د تاتارستان له ولسمشر سره کتلي

26 ثور 1404 ساعت 9:51

د طالبانو د حکومت اقتصادي مرستیال ملا عبدالغني برادر د کازان ۱۶م فورم څنډه کې د تاتارستان له ولسمشر رستم مینیخانوف سره کتلي دي.


د طالبانو د حکومت اقتصادي مرستیال ملا عبدالغني برادر د کازان ۱۶م فورم څنډه کې د تاتارستان له ولسمشر رستم مینیخانوف سره کتلي دي.

د جمهور آژانس د خبر له مخې اقتصادي معاونیت وايي، په لیدنه کې دواړو لورو پر دوه اړخیزو اقتصادي او سوداګریزو اړیکو او همداراز په افغانستان کې د تاتارستاني پانګه‌والو پر پانګونې خبرې وکړې.

برادر د خپلو خبرو پر مهال ویلي، د سرپرست حکومت بهرنی سیاست خپلواک، مثبت، بې طرفه، متوازن او اقتصاد محوره دی او د نړۍ له ټولو هېوادونو سره ښې اړیکې غواړي.

د همدې ناستې پر مهال د تاتارستان ولسمشر په یاد فورم کې د طالبانو حکومت د لوړپوړي پلاوي ګډون مهم بللی او ویلي یې دي، چې له افغانستان سره په مختلفو برخو کې د اړیکو پراخولو په موخه به تاتارستاني پلاوي کابل ته واستوي.

مینیخانوف زیاته کړې، اوسمهال له افغانستان سر په یو شمېر برخو کې راکړه ورکړه لري؛ خو له دې وروسته چمتو دي چې د راکړې ورکړې کچه زیاته کړي.

جمهورخبري آژانس
 


د مطلب کود: 182312

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/182312/

جمهور
  https://www.jomhornews.com