د واخان سړک د دویم فاز د جوړولو چارې پيل شوې

26 ثور 1404 ساعت 9:55

د طالبانو کلیو بیارغونې او پراختیا وزارت له لوري د بدخشان ولایت په واخان ولسوالۍ کې له بروغیل څخه تر بزهای ګنبد پورې د جغلي سړک د دویم فاز چارې پیل شوې.


د طالبانو کلیو بیارغونې او پراختیا وزارت له لوري د بدخشان ولایت په واخان ولسوالۍ کې له بروغیل څخه تر بزهای ګنبد پورې د جغلي سړک د دویم فاز چارې پیل شوې.

د جمهور آژانس د خبر له مخې یاد وزارت وايي، دغه سړک ۷۱ کیلومتره اوږدوالی او ۸ متره سور لري چې چارې یې د یوه قراردادي شرکت لخوا ترسره کیږي. خبر پاڼه کې راغلي، چې د دغه سړک د لومړي فاز خامه چارې د چین هېواد تر صفري نقطې رسېدلي او ساختماني چارې یې په چټکۍ سره روانې دي.

وزارت زیاته کړې، چې د واخان سړک ډیزاین چارې د افغان انجینرانو په هڅو ترسره او تخنیکي چارې یې هم دوی پر مخ وړي.

د واخان سړک دویم فاز ۷۱ کیلومتره اوږدوالي په لرلو سره د ۱۴۳ میلیونه افغانیو په لګښت جوړېږي.

جمهورخبري آژانس
 


د مطلب کود: 182314

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/182314/

جمهور
  https://www.jomhornews.com