ملا برادر د موردوویا له ولسمشر سره کتلي

26 ثور 1404 ساعت 10:01

د طالبانو د رییس الوزرا اقتصادي مرستیال ملا عبدالغني برادر د کازان اقتصادي فورم د شپاړسمې غونډې په څنډه کې د موردوویا له ولسمشر ارتیوم الکسیویچ زدونوف سره کتلي دي.


د طالبانو د رییس الوزرا اقتصادي مرستیال ملا عبدالغني برادر د کازان اقتصادي فورم د شپاړسمې غونډې په څنډه کې د موردوویا له ولسمشر ارتیوم  الکسیویچ زدونوف سره کتلي دي.
 
د جمهور آژانس د خبر له مخې دغه کتنه کې ملا برادر ویلي، د کازان اقتصادي فورم د دواړو هېوادونو ترمنځ د کرنې، سوداګرۍ، برښنا او نورو برخو کې د همکاریو د پیل لپاره ښه فرصت برابر کړی دی.

هغه زیاته کړې چې افغانستان د وچو او تازه مېوو، غاليو، ګران بیه ډبرو او نورو معدني توکو د لوړ کیفیت تولیدات لري او چمتو دی چې دغه توکي موردوویا ته صادر کړي.
د اقتصادي مرستیالۍ له لوري په خپره شوې خبرپاڼه کې ملا برادر په حواله لیکل شوي چې اسلامي امارت غواړي د کورنیو اړتیاو د پوره کولو لپاره له موردوویا د برښنایي وسایلو، ساختماني توکو، صنعتي ماشینونو، نفتو توکو، طبیعي ګازو، خامو المونیمو، د رېل واګنونو او ټرانسپورټي وسایلو واردات پیل کړي.

هغه د موردوویا له پانګوالو غوښتي چې افغانستان کې د صنعت، کانونو او کرنې په برخو کې پانګونې وکړي.

د موردوویا ولسمشر ویلي، هېواد یې د طب، کرنې، انرژۍ او دوا جوړولو په برخو کې ښه پرمختګونه کړي او چمتو دی له افغانستان سره په دغو برخو کې ګډې همکارۍ وکړي.

نوموړي زیاته کړه چې غواړي خپل صادرات د موردوویا–قزاقستان–ازبیکستان له لارې افغانستان ته ولېږدوي.

دغه کتنه کې د موردوویا پانګوالو هم په افغانستان کې د پانګونې لیوالتیا څرګنده کړې او د رییس الوزرا اقتصادي مرستیال د بشپړ ملاتړ ډاډ ورکړی دی.

جمهورخبري آژانس
 


د مطلب کود: 182316

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/182316/

جمهور
  https://www.jomhornews.com