طالب سرچینې:

هند به ډېر ژر په کابل کې خپل سفارت بېرته پرانیزي

28 ثور 1404 ساعت 13:44

د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت کې باخبره سرچینې وایي، چې هندي چارواکو له افغان لوري سره په څو جلا ناستو کې ژمنه کړې چې هند به ژر تر ژره خپل سفارت په کابل کې بیا پرانیزي او افغانانو ته به د ویزو ورکولو بهیر له سره پيل کړي.

د جمهور آزانس د خبر له مخې سرچینې زیاتوي چې دغه ژمنې اوس د عملي ګام اخیستو وروستیو پړاوونو ته رسېدلې، او تمه ده چې ډېر ژر د افغان سوداګرو، محصلینو، ناروغانو او عامو خلکو لپاره د ویزو ورکولو پروسه بېرته پیل شي.

همداراز، د کابو پنځه کلن ځنډ وروسته، هند چمتووالی ښودلی چې د کابل او نوي‌ډیلي ترمنځ ورځني هوایي پروازونه بیا پيل کړي.

افغان سوداګر، محصلین او ناروغان له کلونو راهیسې د ویزو د نه ورکولو او د سفارتي خدمتونو د نشتوالي له امله له ګڼو ستونزو سره مخ وو.

جمهورخبري آژانس

د مطلب کود: 182355

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/182355/

جمهور
  https://www.jomhornews.com