دا په زړه پورې ده ۰
د فراه ولایت د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست مسوولین وایي، چې سږ کال په دغه ولایت کې د پیازو په حاصلاتو کې زیاتوالی راغلی دی.
فراه؛ سږ کال څه باندې ۷۲ زره ټنه د پیازو حاصلات راټول شوي
د فراه ولایت د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست مسوولین وایي، چې سږ کال په دغه ولایت کې د پیازو په حاصلاتو کې زیاتوالی راغلی دی.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې د مسوولینو په خبره چې سږ کال په دغه ولایت کې پر ۲ زره ۴۱۱ هکټاره ځمکه پیاز کرل شوي دي.

دوی زیاتوي، چې سږ کال له فراه ولایت څخه ۷۲ زره ۳۳۰ ټنه پیاز ترلاسه شوي دي.

جمهورخبري آژانس
https://jomhornews.com/vdcdfx0fxyt0jo6.lb2y.html
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته