د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې د دغې ادارې د شمېرو له مخې، له دې ډلې څه باندې ۱۲۰زره د تورخم له لارې او څه باندې ۵۱ زره هم د سپینبولدک له لارې افغانستان ته داخل شوي دي.
د کډوالو په چارو کې د ملګرو ملتونو د عالي کمېشنرۍ د ویاند مرستیال فرامرز برزین په دې هکله وايي:«د اپرېل له لومړۍ د مې تر ۱۲مې نېټې څه باندې ۱۲۰ زره او ۶۰۰ کسان د تورخم له لارې هېواد ته داخل شوي، او همداراز څه باندې ۵۱ زره او ۱۰۰ تنه د سپینبولدک له لارې افغانستان ته راغلي دي.»