طالبانو د څلورم ځل لپاره عبدالقادر قانت ونیو

1 جوزا 1404 ساعت 10:25

د تاجک الاصله عالم عبدالقادر قانت خپلوانو تایید کړه چې طالبانو هغه د څلورم ځل لپاره نیولی دی.


د تاجک الاصله عالم عبدالقادر قانت خپلوانو تایید کړه چې طالبانو هغه د څلورم ځل لپاره نیولی دی.

د جمهور اژانس د راپور له مخې - د عبدالقادر قانت خپلوانو د پنجشنبې په ورځ (د غبرګولي په لومړۍ نیټه) تایید کړه چې د طالبانو ډلې پرون په کابل کې د څلورم ځل لپاره یو دیني عالم عبدالقادر قانت نیولی دی.

د قانت د نیولو دلیل دوی ته روښانه نه دی، خو هغه مخکې د طالبانو پر پالیسیو د نیوکې او په تلویزیوني پروګرامونو کې د انتقادي څرګندونو کولو له امله نیول شوی و.

د یادونې وړ ده چې د طالبانو ډلې د بیان د آزادۍ پر وړاندې سخته پالیسي غوره کړې او د دې ډلې منتقدین په سختۍ سره ځوروي.

جمهورخبري آژانس


د مطلب کود: 182468

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/182468/

جمهور
  https://www.jomhornews.com