دا په زړه پورې ده ۰
د طالبانو ډلې اعلان کړی چې د دې ډلې د کانونو او پټرولیم سرپرست وزیر ایران ته د خپل سفر په ترڅ کې د اصفهان ولایت له والي سره لیدلي دي.
د طالبانو کانونو او پټرولیم سرپرست وزیر د ایران د اصفهان له والي سره وکتل
د طالبانو ډلې اعلان کړی چې د دې ډلې د کانونو او پټرولیم سرپرست وزیر ایران ته د خپل سفر په ترڅ کې د اصفهان ولایت له والي سره لیدلي دي.

د جمهور اژانس د راپور له مخې، د طالبانو د کانونو او پټرولیم وزارت نن پنجشنبه (د غبرګولي لومړۍ) په یوه اعلامیه کې وویل چې د وزارت سرپرست ملا هدایت الله بدري ایران ته د خپل سفر په جریان کې د اصفهان ولایت او د اوسپنې پروسس فابریکې (مبارک فولاد) څخه لیدنه وکړه.

د فولادو د فابریکې مشر وویل چې دا فابریکه د نړۍ له مخکښو فابریکو څخه ګڼل کیږي.

دوی همدارنګه د افغانستان په معدني سرچینو کې پانګونې ته خپله لیوالتیا څرګنده کړه.

د اصفهان والي د وزارت له مشر سره په کتنه کې د کاني سرچینو په برخه کې د ګډې همکارۍ پر پیاوړتیا ټینګار وکړ.

جمهورخبري آژانس
https://jomhornews.com/vdchqinzv23n6kd.yjt2.html
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته