دا په زړه پورې ده ۰
د هند د بهرنیو چارو وزارت ویلي، چې دغه هېواد له افغانستان سره په بېلابېلو برخو کې د خبرو او تعامل دوام ته ژمن دی.
کابل او ډیلی اړیکې پراخول غواړي
د هند د بهرنیو چارو وزارت ویلي، چې دغه هېواد له افغانستان سره په بېلابېلو برخو کې د خبرو او تعامل دوام ته ژمن دی.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې د یاد وزارت ویاند رندهېر جیسوال ویلي، چې د هند د بهرنیو چارو وزیر د افغانستان د بهرنیو چارو له سرپرست وزیر سره د کابل او نوي ډیلي ترمنځ د دوه اړخیزو همکاریو د پراخېدو پر اړتیا ټینګار کړی دی.

نوموړي همداراز کشمیر کې پر سیلانیانو د وروستي برید په تړاو د افغانستان دریځ ستایلی او دا یې د دواړو هېوادونو ترمنځ د ښو اړیکو او نېکو ارادو نښه بللې ده.

جمهورخبريی آزانس
 
https://jomhornews.com/vdceow8znjh8vei.r6bj.html
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته