عزیزي: روسيې او چین سره په ډالرو سوداګري پای ته رسوو

3 جوزا 1404 ساعت 7:48

د صنعت او سوداګرۍ سرپرست وزیر نورالدین عزیزي ویلي، کابل او مسکو غواړي له دې وروسته خپله دوه اړخیزه سوداګري د امریکایي ډالرو پر ځای په خپلو ملي پیسو ترسره کړي.


د صنعت او سوداګرۍ سرپرست وزیر نورالدین عزیزي ویلي، کابل او مسکو غواړي له دې وروسته خپله دوه اړخیزه سوداګري د امریکایي ډالرو پر ځای په خپلو ملي پیسو ترسره کړي.

د جمهور آژانس د خبر له مخې عزیزي له رویټرز خبري اژانس سره په خبرو کې ویلي، چې د دې موضوع په اړه د روسیې او د افغانستان د سرپرست حکومت ترمنځ په لوړه کچه خبرې روانې دي.

نوموړي ویلي، چې له روسیې سره دا وړاندیز د دواړو لورو د تخنیکي ډلو تر ارزونې لاندې دی.

د نوموړي په خبره، چین سره سوداګرۍ کې هم د ورته ګام په موخه کابل کې د چین له سفارت سره خبرې روانې دي.

جمهورخبري آژانس
 


د مطلب کود: 182496

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/182496/

جمهور
  https://www.jomhornews.com