د مالتا لومړي وزیر؛ هیواد به یې د فلسطین دولت په رسميت وپېژني

5 جوزا 1404 ساعت 12:03

د راپورنو له مخې د مالتا لومړي وزیر رابرت ابیلا اعلان وکړ، چې هېواد به یې د جون په میاشت کې د فلسطین دولت په رسميت وپېژني.


د راپورنو له مخې د مالتا لومړي وزیر رابرت ابیلا اعلان وکړ، چې هېواد به یې د جون په میاشت کې د فلسطین دولت په رسميت وپېژني.

د ججمهور آژانس د خبر له مخې دغه اعلان هغه مهال وشو، چې ابیلا د یوې سیاسي غونډې پر مهال د کورنیو او نړۍوالو مسایلو په اړه خبرې کولې.

نوموړي پر غزې د اسراییل بریدونه وحشیانه وبلل او زیاته یې کړه، چې د فلسطین د دولت په رسمیت پېژندنه د دوی اخلاقي مسؤولیت دی او دا به د جون پر ۲۰مه نېټه د یوه نړۍوال کنفرانس وروسته رسمي اعلان شي.

جمهورخبري آژانس


د مطلب کود: 182565

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/182565/

جمهور
  https://www.jomhornews.com