د چین د نړۍوالۍ سوداګرۍ د ودې شورا استازي کابل ته راځي

6 جوزا 1404 ساعت 9:47

د طالبانو د صنعت او سوداګرۍ وزارت مرستیال احمد‌الله زاهد چین ته د سفر په ترڅ کې د یاد هېواد د نړۍوالې سوداګرۍ ودې شورا له مرستیال چین جیانان سره کتلي.


د طالبانو د صنعت او سوداګرۍ وزارت مرستیال احمد‌الله زاهد چین ته د سفر په ترڅ کې د یاد هېواد د نړۍوالې سوداګرۍ ودې شورا له مرستیال چین جیانان سره کتلي.

د جمهور آژانس د خبر له مخې په دې کتنه کې د افغانستان دولتي شرکتونو او د چین د نړۍوالې سوداګرۍ ودې شورا ترمنځ د مستقیمو اړیکو پر دوام او افغان سوداګرو ته د چین په سوداګریزو نندارتونونو کې د ګډون زمینې پر برابرولو هم هوکړه شوې ده.

چینايي لوري وړاندیز کړی، چې د پانګونې ټول فرصتونه او مشخصې طرحې دې له اړوندو ډیپلوماتیکو ادارو سره شریکې شي، تر څو د شورا له خوا لازم اقدامات وشي.

د سرچینې د معلوماتو له مخې، د چین د نړۍوالې سوداګرۍ د ودې شورا استازي به د لا ډېرې همکارۍ او همغږۍ په موخه په نږدې راتلونکې کې کابل ته سفر وکړي.

جمهورخبري آژانس
 


د مطلب کود: 182594

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/182594/

جمهور
  https://www.jomhornews.com