په افغانستان کې د ایران پخوانی سفیر: د طالبانو په خبرو تکیه نشي کېدای

8 جوزا 1404 ساعت 9:42

په کابل کې د ایران پخوانی سفیر وايي چې د ایران سره د طالبانو ژمنې اجرایوي ملاتړ نلري او تکیه نشي کېدای.


په کابل کې د ایران پخوانی سفیر وايي چې د ایران سره د طالبانو ژمنې اجرایوي ملاتړ نلري او تکیه نشي کېدای.

د جمهور اژانس د راپور له مخې، په افغانستان کې د ایران پخوانی سفیر او د دې هیواد د اسلامي مشورتي شورا د ملي امنیت او بهرني سیاست د کمیسیون غړی ابوالفضل زهراوند د یوې ایراني رسنۍ سره په مرکه کې وویل: "زموږ اړیکې له طالبانو سره، په ځانګړې توګه د دې ډلې له واک ته رسیدو وروسته، په غیر متوازن حالت کې دي؛ ځکه چې دا حکومت (طالبان) لا تر اوسه د نړیوالې ټولنې لخوا نه دی پیژندل شوی.

له بلې خوا، د دوی کورني دندې، د افغان خلکو په وړاندې او د سیمه ایزو مسلو لکه اوبو او مهاجرت په وړاندې، لاهم روښانه نه دي.

هغه زیاته کړه چې په داسې شرایطو کې، د طالبانو په خبرو تکیه نشي کیدی، ځکه چې دا سیاسي جوړښت نه نړیوال مشروعیت لري او نه هم اړین داخلي یووالي لري.

د ایراني چارواکي دا بیان په داسې وخت کې راځي چې په تیرو درې نیمو کلونو کې، ځینې ایرانیان او طالبان د رسنیو د تبلیغاتو له لارې ادعا کوي چې د دواړو خواوو ترمنځ اړیکې د ښه والي په لور روانې دي.

جمهورخبري آژانس


د مطلب کود: 182647

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/182647/

جمهور
  https://www.jomhornews.com