کرنې وزارت: تېر کال کروندګرو ته ۱۰۰ ټنه بېلابېل تخمونه ورکړل شوي

8 جوزا 1404 ساعت 9:55

د طالبانو د کرنې اوبو لګولو او مالدارۍ وزارت خبر ورکړی، چې تېر کال یې کروندګرو ته د وچکالۍ او اوبو او هوا سره سم د غنمو څلور نوي ډولونه وړاندې کړي، چې ښه حاصلات يې ورکړي دي.


د طالبانو د کرنې اوبو لګولو او مالدارۍ وزارت خبر ورکړی، چې تېر کال یې کروندګرو ته د وچکالۍ او اوبو او هوا سره سم د غنمو څلور نوي ډولونه وړاندې کړي، چې ښه حاصلات يې ورکړي دي.

د جمهور آژانس د خبر له مخې د کرنیزو او مالدارۍ څېړنو انستیتوت مسولین وایي، سږ کال هم پلان لري د لوبیا، حبوباتو او سبزیجاتو په برخه کې د نويو اصلاح شويو تخمونو ډولونه کروندګرو ته په واک کې ورکړي.

د مسولینو په خبره، تېر کال د سلو کرنیزو تجربو په ترسره کولو سره کروندګرو ته سل ټنه بېلابېل مورني تخمونه هم ورکړل شوي او سږ کال به دا کچه تر ۱۵۰ ټنو پورې ورسېږي.

جمهورخبري آژآنس
 


د مطلب کود: 182652

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/182652/

جمهور
  https://www.jomhornews.com