ډبلیو ایف پي: افغان ماشومان د لوږې له ناورین سره مخامخ دي

13 جوزا 1404 ساعت 9:21

په افغانستان کې د خوړو نړیوال پروګرام(ډبلیو ایف پي) استازياو مدیر جان ایلیف ویلي، چې په دغه هېواد کې ماشومان د لوږې له ناورین سره مخامخ دي او د دغه ناورین له امله ډېر فشار زغمي.


په افغانستان کې د خوړو نړیوال پروګرام(ډبلیو ایف پي) استازياو مدیر جان ایلیف ویلي، چې په دغه هېواد کې ماشومان د لوږې له ناورین سره مخامخ دي او د دغه ناورین له امله ډېر فشار زغمي.

د جمهور آژانس د خبر له مخې ایلیف له سي‌جي‌ټي‌اېن سره په یوه مرکه کې ویلي چې روان کال ښايي له ۵ کالو کم عمره  شاوخوا ۳.۵ میلیونه ماشومان پر خوارځواکۍ اخته شي.

هغه افغان ماشومان د لوږې ناورین «د لومړۍ کرښې قربانیان او اغېزمن» بللي دي.

ایلیف زیاته کړې چې دا شمېر د تېر کال پرتله ۵۰۰ زره ډېر دی او د خوارځواکۍ بهیر مخ په بره روان دی.

جمهورخبري آژانس

 


د مطلب کود: 182808

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/182808/

جمهور
  https://www.jomhornews.com