په ملګرو ملتونو کې د پاکستان استازی سږ کال د ملګرو ملتونو د امنیت شورا د "۱۹۸۸ طالبانو د بندیزونو د کمېټې" د مشر په توګه ټاکل شوی دی.
په ملګرو ملتونو کې د پاکستان استازی سږ کال د ملګرو ملتونو د امنیت شورا د "۱۹۸۸ طالبانو د بندیزونو د کمېټې" د مشر په توګه ټاکل شوی دی. د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې، هندي رسنیو د چهارشنبې په ورځ (د جون ۱۴) راپور ورکړ چې په ملګرو ملتونو کې د پاکستان دایمي استازی منیر اکرم د ۲۰۲۵ کال لپاره د ملګرو ملتونو د امنیت شورا کې د "۱۹۸۸ طالبانو د بندیزونو کمېټې" د مشر په توګه ټاکل شوی دی. دا کمیټه د طالبانو د ډلې غړو ته د سفر بندیزونو، د شتمنیو کنګل کولو او د وسلو پلورلو د پلي کولو مسؤلیت لري، او په دې کې پریکړې باید د ټولو ۱۵ غړو په اجماع سره وشي. پاکستان د روان کال په پیل کې د دوه کلنې دورې لپاره د ملګرو ملتونو د امنیت شورا د غیر دایمي غړي په توګه وټاکل شو. د پاکستان استازي په داسې وخت کې د امنیت شورا د طالبانو د بندیزونو د کمېټې مشري په غاړه واخیسته چې په تیرو دریو کلونو کې د طالبانو او پاکستان ترمنځ اړیکې ښې نه وې. جمهورخبري آژانس