د هلمند په واشېر ولسوالۍ کې پر پنځه زره جریبه ځمکه کې د بېرته راستنېدونکو لپاره نوی ښارګوټی جوړېږي. د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې د یاد ښارګوټي پرانیستې مراسمو کې د ریاستالوزراء اداري مرستیال د ګاونډیو له لوري په جبر د کډوالو ایستل د ټولو اصولو خلاف بللي. حنفي زیاته کړې د راستنو شویو هېوادوالو ټول خدمتونه په ښه توګه ترسره کېږي، چې په خبره یې مستحقو راستنو شویو ته یوه یوه نمره ځمکه ورکول کېږي. جمهورخبري آژانس