دا په زړه پورې ده ۰
د ملګرو ملتونو د بشردوستانه مرستو د همغږۍ دفتر (اوچا) پر خپله اېکس پاڼه په لیکلي بیان کې ویلي، چې په افغانستان کې یې له وچکالۍ څخه د اغېزمنونکو ټولنو د ملاتړ په موخه ۶.۶ میلیونه ډالر ځانګړي کړي دي.
اوچا: افغانستان کې مو له وچکالۍ سره د مبارزې لپاره ۶.۶ میلیونه ډالر ځانګړي کړي
د ملګرو ملتونو د بشردوستانه مرستو د همغږۍ دفتر (اوچا) پر خپله اېکس پاڼه په لیکلي بیان کې ویلي، چې په افغانستان کې یې له وچکالۍ څخه د اغېزمنونکو ټولنو د ملاتړ په موخه ۶.۶ میلیونه ډالر ځانګړي کړي دي.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې په بیان کې راغلي، چې د افغانستان د بشري مرستو له صندوق څخه د ۷.۵ میلیون ډالرو تکمیلي مرستو سره به دا تخصیصونه د انعطاف له زیاتولو سره مرسته وکړي.

اوچا ټینګار کړی چې دا مرستې به د وچکالۍ له ناوړو پایلو مخنیوی وکړي.

په اپریل میاشت کې د ملګرو ملتونو بېړني صندوق ۶.۶ میلیونه ډالر مرسته ځانګړې کړې ده.

دا بودیجه به اړمنو ته د خوړو نړیوال پروګرام، یونیسف، د ملګرو ملتونو پراختیايي پروګرام، فائو او د ملګرو ملتونو د ښځو څانګې له خوا په واک کې ورکړل شي.

جمهورخبري آژانس
 
https://jomhornews.com/vdcba5b8frhbwwp.q3ur.html
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته