دا په زړه پورې ده ۰
د طالبانو د سرحدونو، قومونو او قبایلو چارو وزارت وايي، په تېر یوه کال کې په هېواد کې له ۹۰۰ زیاتې قومي شخړې حل او فصل شوې دي.
تېر کال په هېواد کې له ۹۰۰ زیاتې قومي شخړې حل شوي
د طالبانو د سرحدونو، قومونو او قبایلو چارو وزارت وايي، په تېر یوه کال کې په هېواد کې له ۹۰۰ زیاتې قومي شخړې حل او فصل شوې دي.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې د دغه وزارت ویاند تسلیم الله حقاني وايي، دا شخړې د منځګړیتوب، خبرو اترو او د قومي مشرانو او دیني عالمان په ګډون سره پای ته رسېدلې دي.

نوموړی زیاتوي، چې د تازه شخړو د مخنیوي لپاره، یو ځانګړی میکانیزم او کمېټې جوړې شوې دي، څو دا مسلې په دایمي ډول حل کړي.

تر دې وړاندې د سرحدونو، قومونو او قبایلو چارو وزارت په هرات کې په یوې ولسي غونډه کې اعلان کړی و، چې په تېرو درېیو کلونو کې په هېواد کې د قومونو او خلکو ترمنځ سلګونه دښمنۍ پر سولې بدلې شوې دي.

جمهورخبري آژانس
 
https://jomhornews.com/vdcamen6a49naw1.hxk4.html
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته