دا په زړه پورې ده ۰
د طالبانو د عامې روغتیا سرپرست وزیر نورجلال جلالی تهران کې د فوق تخصص ښوونیز پروګرام افغان متخصصینو سره کتنه کې ویلي، افغانان تاسو ته اړتیا لري.
د طالبانو د عامې روغتیا وزیر ایران کې له افغان زده کړیالانو سره کتلي
د طالبانو د عامې روغتیا سرپرست وزیر نورجلال جلالی تهران کې د فوق تخصص ښوونیز پروګرام افغان متخصصینو سره کتنه کې ویلي، افغانان تاسو ته اړتیا لري.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې جلالي افغان متخصصینو ته ډاډ ورکړی، چې د زده‌کړو تر پای ته رسېدو وروسته به سرپرست حکومت دولتي برخو کې د خدمت په موخه کاري فرصتونه ورته برابر کړي.

نوموړي همداراز ژمنه ورکړې، چې هغوی ته به د زده‌کړو برخه کې اسانتیاوې برابرې او ستونزو ته به یې رسېدنه وکړي.

جمهورخبري آژانس

 
https://jomhornews.com/vdcbsfb89rhbwgp.q3ur.html
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته