دا په زړه پورې ده ۰
د کوچیانو سلګونه استازو او قومي مشرانو د یوې غونډې پرمهال د طالبانو د حکومت له مسوولینو وغوښتل چې ستونزو ته یې رسېدنه وکړي.
کوچیان: طالبان دې زمونږ ستونزو ته رسېدنه وکړي
د کوچیانو سلګونه استازو او قومي مشرانو د یوې غونډې پرمهال د طالبانو د حکومت له مسوولینو وغوښتل چې ستونزو ته یې رسېدنه وکړي.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې د کابل، لوګر، پکتیا، خوست، میدان‌وردګ، بامیان، غزني او ننګرهار ولایتونو سلګونه کوچیانو پرون د ناوړه دودونو لمنځه وړلو په موخه د لوګر مرکز پُل‌علم کې یوه لویه ولسي غونډه وکړه.

دغې غونډې ته د کوچیانو استازي او قومي مشر سالم جان نعیم‌زوی وویل، کوچیان له اوسني نظام ملاتړ کوي، خو اړتیا ده چې د طالبانو حکومت د دوی د سرپناه، روغتیا، پوهنې، کرنې، څړځایونو او حقوقي شخړو په برخه کې شته ستونزو ته بې له ځنډه رسېدنه وکړي.

جمهورخبري آژانس
 
https://jomhornews.com/vdcd9s0fzyt0jz6.lb2y.html
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته