دا په زړه پورې ده ۰
د تورخم د کډوالو د لېږد امر بخت جمال ګوهر رسنیو ته ویلي، چې پرون ناوخته د پاکستان له بندخونو ١٢٥ افغان بندیان چې ښځې او ماشومان هم په کې شامل دي خوشې او تورخم ښارګوټي کې مسوولینو ته سپارل شوي دي.
بخت جمال ګوهر: د پاکستان له بندخونو ١٢٥ افغان بندیان خوشې شوي
د تورخم د کډوالو د لېږد امر بخت جمال ګوهر رسنیو ته ویلي، چې پرون ناوخته د پاکستان له بندخونو ١٢٥ افغان بندیان چې ښځې او ماشومان هم په کې شامل دي خوشې او تورخم ښارګوټي کې مسوولینو ته سپارل شوي دي.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې نوموړي ویلي، دغو بندیانو له ۵ تر ۱۰ورځو د بند موده هم تېره کړې وه، چې تورخم ښارګوټي کې د مرستو اخیستو په موخه نړۍوالو مرستندویه بنسټونو ته ورپېژندل شوي دي.

هغه زیاته کړې، چې په یاد شمېر  بندیانو د ننګرهار، لغمان، کونړ، کابل، کندوز، لوګر، بلخ، هرات، بدخشان، پکتیا او بغلان ولایتونو اوسېدونکي دي.

جمهورخبري آژانس
 
https://jomhornews.com/vdcgyw9qzak97z4.1gra.html
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته