طالبانو هغه کس نیولی چې چینایي سیلانی یې ځورولی و

25 جوزا 1404 ساعت 17:05

د طالبانو ډلې اعلان کړی چې دې ډلې یو کس د چینایي سیلانی سره د نامناسب چلند په تور نیولی دی.


د طالبانو ډلې اعلان کړی چې دې ډلې یو کس د چینایي سیلانی سره د نامناسب چلند په تور نیولی دی.

د جمهور آژانس د خبر له مخې د طالبانو د تبلیغاتو وزارت ویاند سیف السلام خیبر د یکشنبې په ورځ (د غبرګولي ۲۵مه) په خپل ایکس پاڼه کې ولیکل چې هغه یو کس د چینایي سیلانی سره د نامناسب چلند په تور نیولی دی.

طالبانو وویل چې د پیښې څخه د هغه کس یوه ویډیو په ټولنیزو رسنیو کې خپره شوې ده.

د یادونې وړ ده چې په دې وروستیو کې په ټولنیزو رسنیو کې یوه ویډیو خپره شوه چې پکې یو ځوان چینایی سړی ښودل شوی چې په موټر کې ناست دی او د یو شمیر خلکو لخوا لفظي ځورول کیږي.

جمهورخبري آژانس


د مطلب کود: 183112

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/183112/

جمهور
  https://www.jomhornews.com