ایران د موساد دوه جاسوسان ونیول

25 جوزا 1404 ساعت 17:07

د ایران استخباراتي ځواکونو د هیواد په البرز ښار کې د موساد دوه جاسوسان نیولي دي.


د ایران استخباراتي ځواکونو د هیواد په البرز ښار کې د موساد دوه جاسوسان نیولي دي.

د جمهور آژانس د خبر له مخې ایراني رسنیو د یکشنبې په ورځ (د غبرګولي ۲۵ مه) راپور ورکړ چې د هیواد استخباراتي ځواکونو د ایران په البرز کې د موساد دوه جاسوسان نیولي دي.

د ایران استخباراتي ځواکونو د البرز په سواجبلاغ ولسوالۍ کې د موساد دوه نفوذي کسان ونیول.

دا کسان د سواجبلاغ په یوه ټیم هاوس کې بمونه، چاودیدونکي توکي، د بوبي جالونه او بریښنایی تجهیزات جوړول.

د یادونې وړ ده چې ایران دوه اسراییلي جاسوسان نیولي دي پداسې حال کې چې اشغالګر رژیم دمخه ادعا کړې وه چې د ایران په خاوره کې د ډرون جوړولو فابریکه لري.

جمهورخبري آژانس


د مطلب کود: 183113

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/183113/

جمهور
  https://www.jomhornews.com