دا په زړه پورې ده ۰
ایران د اسراییلو د استخباراتي ادارې (موساد) سره تړلی جاسوس اسماعیل فکري اعدام کړ.
ایران اسراییلی جاسوس اعدام کړ
ایران د اسراییلو د استخباراتي ادارې (موساد) سره تړلی جاسوس اسماعیل فکري اعدام کړ.

د جمهور اژانس د راپور له مخې، ایراني رسنیو د دوشنبې په ورځ (د غبرګولي ۲۶ مه) راپور ورکړ چې اسماعیل فکري، د اسراییلو د استخباراتي ادارې (موساد) سره تړلی جاسوس، چې په ایران کې یې د امنیتي معلوماتو راټولولو او تخریبي ماموریتونو ترسره کولو په هدف کار کاوه، نن سهار د قضايي پروسیجرونو له تیریدو او د لوړو چارواکو له خوا د سزا له تایید وروسته اعدام شو.

اسماعیل فکري د تیر کال په دسمبر کې د یو پیچلي تخنیکي او استخباراتي عملیاتو په ترڅ کې ونیول شو، پداسې حال کې چې هغه لا هم د اسراییلي رژیم د جاسوسۍ او ترهګریزې ادارې سره تړاو درلود.

فکري د اسراییلو د استخباراتي ادارې سره د همکارۍ په جریان کې د موساد له دوو افسرانو سره اړیکه نیولې وه.

جمهور خبري آژانس
https://jomhornews.com/vdcc01qsx2bq4s8.5ja2.html
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته