اروپايي ټولنې افغانستان ته ۱۰۰ ټنه اړین توکي ورکړي دي

28 جوزا 1404 ساعت 10:02

اروپایي ټولنې اعلان کړی چې افغانستان ته یې ۱۰۰ ټنه اړین توکي ورکړي دي.


اروپایي ټولنې اعلان کړی چې افغانستان ته یې ۱۰۰ ټنه اړین توکي ورکړي دي.

د جمهور آژانس د خبر له مخې، په کابل کې د اروپايي ټولنې دفتر نن سهار، چهارشنبه (د غبرګولي ۲۸ مه) د سازمان په ایکس پاڼه کې لیکلي چې د افغانستان د خلکو لپاره زموږ د ملاتړ د یوې برخې په توګه، یوه نوې الوتکه چې ۱۰۰ ټنه اروپايي ټولنې بشري مرستې لېږدوي پرون کابل ته راورسېده.

اروپايي ټولنې وویل چې له ۲۰۲۱ کال راهیسې یې د هوايي دهلیز له لارې د افغانستان خلکو ته شاوخوا ۲۱۵۰ ټنه مرستندویه توکي لیږدولي دي.

د یادونې وړ ده چې په افغانستان کې د طالبانو ډلې د واکمنۍ سره، په هیواد کې بشري بحران ورځ په ورځ زیاتیږي.

جمهورخبري آژانس


د مطلب کود: 183219

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/183219/

جمهور
  https://www.jomhornews.com