پاکستان د افغان کډوالو د ایستلو د پروګرام دریم پړاو پیل کړ

4 سرطان 1404 ساعت 21:19

د پاکستان حکومت اعلان وکړ چې د افغان کډوالو د ایستلو د پروګرام دریم پړاو به پیل کړي.


د پاکستان حکومت اعلان وکړ چې د افغان کډوالو د ایستلو د پروګرام دریم پړاو به پیل کړي.

د جمهور آژانس د خبر له مخې پاکستاني رسنیو د چهارشنبې په ورځ (د چنګاښ ۴ مه) د هیواد د چارواکو په حواله راپور ورکړ چې دوی به د افغان کډوالو د ایستلو د پروګرام دریم پړاو پیل کړي.

په دې پړاو کې، د جون تر پایه پورې د POR کارت لرونکو ته وخت ورکړل شوی، او ټاکل شوې ده چې شاوخوا ۱.۴ میلیونه افغان کډوال په دې پړاو کې له هیواد څخه وشړل شي.

ملګري ملتونه وايي چې په دې خلکو کې هغه کسان هم شامل دي چې د دې سازمان لخوا راجستر شوي دي.

د بخښنې نړیوال سازمان د پاکستان پر حکومت غږ کړی چې د کډوالو د حقونو د ساتنې په وخت کې دا پروسه ودروي او د افغان کډوالو د POR کارتونو د اعتبار موده وغځوي.

جمهورخبري اژانس


د مطلب کود: 183394

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/183394/

جمهور
  https://www.jomhornews.com