د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت اعلان وکړ چې دې ډلې په روسیه کې د یوه افغان ماشوم پر وړاندې د تاوتریخوالي د قضیې په اړه څېړنې پیل کړې دي.
د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت اعلان وکړ چې دې ډلې په روسیه کې د یوه افغان ماشوم پر وړاندې د تاوتریخوالي د قضیې په اړه څېړنې پیل کړې دي. د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت سرچینو د پنشنبې په ورځ (د چنګاښ ۵ مه) د دې ډلې تر کنټرول لاندې رسنیو ته وویل چې په مسکو کې د طالبانو ډیپلوماتانو له یوه افغان ماشوم سره لیدلي چې تېره ورځ د بیلاروس د یوه سړي له خوا له تاوتریخوالي او ناوړه چلند سره مخ شوی و. د دې سرچینو په وینا، طالبان د ماشوم قضیه د ډیپلوماتیکو لارو تعقیبوي او په دې اړه یې څېړنې پیل شوې دي. طالبانو ویلي چې په مسکو کې د دوی ډلې ډیپلوماتانو د ماشوم کورنۍ ته نغدي مرسته هم کړې ده. ویل شوي چې د ماشوم روغتیايي حالت ښه شوی او اوس مهال یې ژوند په جدي خطر کې نه دی. د یادونې وړ ده چې پرون، یو دوه کلن افغان ماشوم د بیلاروس د یوه سړي له خوا په ځمکه وغورځول شو، چې له امله یې د هغه ملا او سر مات شو. جمهورخبري آژانس