د مخدره توکو د ناوړه ګټه اخیستنې او غیرقانوني قاچاق پر وړاندې د نړیوالې ورځې په مناسبت، اروپايي ټولنې په افغانستان کې د روږديتوب سره د مبارزې ژمنه وکړه.
په کابل کې د اروپايي ټولنې د رسنیو دفتر د پنشنبې په ورځ (د چنګاښ ۵مه) د مخدره توکو د ناوړه ګټه اخیستنې او غیرقانوني قاچاق پر وړاندې د نړیوالې ورځې په مناسبت په یوه بیان کې وویل چې اتحادیه د روږديتوب پر وړاندې د مبارزې په برخه کې د افغانانو د ملاتړ لپاره پر خپلې ژمنې ټینګار کوي.
په اعلامیه کې زیاته شوې چې اروپايي ټولنه، د ملګرو ادارو سره یوځای، د مخدره توکو غوښتنې کمولو او دوامداره معیشت رامینځته کولو کې د افغانانو ملاتړ کوي.
اتحادیې ټینګار کړی چې دا پانګونه به د یوې روغې راتلونکې لامل شي.
په بیان کې ویل شوي چې د مرستندویه ادارو له لارې زموږ د ۲۶ ملیون یورو ملاتړ په افغانستان کې د اروپايي ټولنې د هڅو اغیز ښیې.
موږ د زرګونو افغانانو سره مرسته کوو چې د روږديتوب او رواني اختلالاتو څخه خلاص شي ترڅو دوی ځواکمن شي او د هیواد د ټولنې او اقتصاد لپاره ارزښتناکه شتمني شي.
دوامداره معیشت او اقتصادي بیا یوځای کیدل د دوامداره بیا رغونې او روږدي کیدو مخنیوي لپاره خورا مهم دي.
د روغتیا او معیشت سره د نښلولو له لارې، اروپايي اتحادیه ډاډ ورکوي چې زیان منونکي اشخاص او ټولنې د ښه راتلونکي جوړولو لپاره ریښتیني اقتصادي بدیلونه ولري.
جمهورخبري آژانس