په خوست کې د کور د چت د لوېدو له امله څلور کسان مړه او ټپیان شوي دي

9 سرطان 1404 ساعت 11:48

په خوست ولایت کې ځايي طالبانو ویلي چې په دې ولایت کې د یوه کور د چت د لوېدو له امله څلور کسان وژل شوي او ټپیان شوي دي.


په خوست ولایت کې ځايي طالبانو ویلي چې په دې ولایت کې د یوه کور د چت د لوېدو له امله څلور کسان وژل شوي او ټپیان شوي دي.

د جمهور آژانس د خبر له مخې د خوست ولایت د طالبانو د والي ویاند د دوشنبې په سهار (د چنګاښ ۹ مه) وویل چې په خوست کې د یوه کور د چت د غورځېدو له امله یوه ۶۴ کلنه ښځه مړه شوې او د دوو ماشومانو په ګډون درې نور ټپیان شوي دي.

هغه وويل چې دا پېښه پرون ماسپښين د خوست ولايت د ځاځي اريوب ولسوالۍ په ايسار کلي کې رامنځته شوه.

د طالبانو په وینا، په دې ولایت کې د سختو بارانونو او طوفانونو له امله د دې کور چت راپرېوتی دی.

جمهورخبري آژانس


د مطلب کود: 183494

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/183494/

جمهور
  https://www.jomhornews.com