بلخ کې زرګونه کارګر او له ښوونځي بهر ماشومان ښوونځیو ته شامل شوي دي

9 سرطان 1404 ساعت 12:07

د طالبانو د کار او ټولنیزو چارو وزارت اعلان کړی چې د یوې خیریه موسسې په همکارۍ، په بلخ ولایت کې زر کارګر ماشومان او له زده کړې بې برخې شوي ماشومان په ښوونځیو کې شامل شوي دي.


د طالبانو د کار او ټولنیزو چارو وزارت اعلان کړی چې د یوې خیریه موسسې په همکارۍ، په بلخ ولایت کې زر کارګر ماشومان او له زده کړې بې برخې شوي ماشومان په ښوونځیو کې شامل شوي دي.

د جمهور آژانس د خبر له مخې طالبانو د کار او ټولنیزو چارو وزارت د دوشنبې په ورځ (د چنګاښ ۹ مه) په یوه اعلامیه کې اعلان وکړ چې د بلخ ولایت د کار او ټولنیزو چارو ریاست د شپږو میاشتو تعلیمي پروګرامونو له بشپړولو وروسته د دوو انتقالي مرکزونو څخه ۱۰۰۰ زیانمنونکي ماشومان، له ښوونځي څخه بهر ماشومان او کارګران فارغ کړل او د پوهنې وزارت سره په همغږۍ یې په دولتي ښوونځیو کې شامل کړل.

د بلخ ولایت د کار او ټولنیزو چارو رییس عبدالرحیم قانت وویل چې دا پروګرام د ACTID موسسې په همکارۍ پلي شوی دی.

طالبانو همدارنګه له نورو خیریه سازمانونو او شریکو بنسټونو څخه وغوښتل چې د مرستې او ورته اقداماتو په برخه کې ډیر اغیزمن ګامونه پورته کړي.

دې ادارې هر ماشوم ته ۱۲۷۰ افغانۍ نغدي هم ورکړې دي.

د یادونې وړ ده چې د افغانستان د ملت او مشروع حکومت پر وړاندې د طالبانو د شل کلنې جګړې له امله، زرګونه یتیم ماشومان او بې وزله کورنۍ چې د جګړې او تاوتریخوالي څخه اغیزمن شوي دي، ښوونځي ته له تګ څخه منع شوي او په سختو کارونو بوخت دي.

جمهورخبري آژانس


د مطلب کود: 183501

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/183501/

جمهور
  https://www.jomhornews.com