دا په زړه پورې ده ۰
د طالبانو د سرپرست حکومت اداري مرستیال مولوي عبدالسلام حنفي له ایران څخه غوښتي چې له افغان کډوالو سره اسلامي او انساني چلند وکړي.
حنفي: ایران دې له افغان کډوالو سره اسلامي او انساني چلند وکړي
د طالبانو د سرپرست حکومت اداري مرستیال مولوي عبدالسلام حنفي له ایران څخه غوښتي چې له افغان کډوالو سره اسلامي او انساني چلند وکړي.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې هغه دا څرګندونې د هرات ولایت د اسلام‌کلا بندر څخه د لیدنې پر مهال کړې دي.

حنفي ویلي، د افغان کډوالو هغه شتمني او مالونه چې په ایران کې پاتې دي، هېواد ته به را وګرځول شي.

نوموړي ټینګار کړی چې د هېڅ افغان وګړي حق به له پامه ونه غورځول شي.

ورته مهال، د سرپرست حکومت چارواکو څرګنده کړې چې د اسلام‌کلا بندر کې د راستنېدونکو کډوالو لپاره ټول لازم چمتووالی نیول شوی او هغوی ته بېلابېل خدمتونه برابر شوي دي.

جمهورخبري آژانس
https://jomhornews.com/vdce7x8zwjh8vni.r6bj.html
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته