امریکا؛ واشنګټن کې په یوه موټر کې چاودنه شوې

9 سرطان 1404 ساعت 12:18

د راپورونو او په خواله رسنیو کې د خپرو شویو ویډیوګانو له مخې، د امریکا د پلازمینې واشنګټن ډي سي په جنوبي برخه کې په یوه موټر کې چاودنه شوې ده.


د راپورونو او په خواله رسنیو کې د خپرو شویو ویډیوګانو له مخې، د امریکا د پلازمینې واشنګټن ډي سي په جنوبي برخه کې په یوه موټر کې چاودنه شوې ده.

د جمهور آژانس د خبر له مخې ځایي چارواکو یوازې دومره ویلي، چې دا موټر د مرسډیز بینز وین د کمپنی و او زیاته کړې یې ده، چې د پېښې په تړاو پلټنې روانې دي.

په امریکا ډا ډول پېښې پخوا هم شوې دي، تر دې وړاندې د ټېسلا کمپنۍ په یوه موټر کې هم ورته چاودنه شوې وه.

جمهورخبري آژانس


د مطلب کود: 183505

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/183505/

جمهور
  https://www.jomhornews.com