د افغانستان او هند تر منځ د سوداګرۍ کچه لوړه شوې

9 سرطان 1404 ساعت 12:25

د هند د صنعت او سوداګرۍ وزارت ویلي، چې د ۲۰۲۴ کال د اپرېل له لومړۍ نېټې تر ۲۰۲۵ د مارچ تر ۳۱مې پورې د افغانستان او هند ترمنځ سوداګریزه راکړه ورکړه له یو میلیارد امریکایي ډالرو اوښتې ده.


د هند د صنعت او سوداګرۍ وزارت ویلي، چې د ۲۰۲۴ کال د اپرېل له لومړۍ نېټې تر ۲۰۲۵ د مارچ تر ۳۱مې پورې د افغانستان او هند ترمنځ سوداګریزه راکړه ورکړه له یو میلیارد امریکایي ډالرو اوښتې ده.

د جمهور آژانس د خبر له مخې دغه وزارت په یوه خبرپاڼه کې ویلي، هند له افغانستانه د ۶۸۹ میلیونه ډالرو په ارزښت واردات ترسره کړي، چې دا کچه د تېر مالي کال په پرتله ۷٫۴ سلنه زیاتوالی ښيي.

همداراز، افغانستان ته د هند د صادراتو کچه څه باندې ۳۱۸ میلیونه ډالرو ته رسېږي.

د هند د صنعت او سوداګرۍ وزارت زیاتوي، چې دغه هېواد د افغان محصولاتو پر وارداتو تعرفه صفر کړې، څو له افغان سوداګرو او کروندګرو ملاتړ وشي او د دواړو هېوادونو ترمنځ سوداګریزې اړیکې لا پیاوړې شي.

جمهورخبري آژانس


د مطلب کود: 183507

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/183507/

جمهور
  https://www.jomhornews.com