دا په زړه پورې ده ۰
د ملګرو ملتونو د خوړو او کرنې سازمان (ایف اې او) پر اېکس پاڼه په یوه لیکلي بیان کې روانه اونۍ د هیواد په ځینو سوېل‌ختیځو سیمو کې د سېلابونو راوتلو خبرداری ورکړی دی.
روانه اونۍ به د هیواد په سوېل‌ختیځو سیمو کې سېلابونه را ووځي
د ملګرو ملتونو د خوړو او کرنې سازمان (ایف اې او) پر اېکس پاڼه په یوه لیکلي بیان کې روانه اونۍ د هیواد په ځینو سوېل‌ختیځو سیمو کې د سېلابونو راوتلو خبرداری ورکړی دی.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې یاد سازمان ویلي، چې د افغانستان په ختیځ کې د سېلابونو له راوتلو اندېښمن دی او زیانمنو ته د مرستو لپاره چمتووالی لري.

یاد سازمان زیاتوي، چې د خوړو او کرنې سازمان د ملګرو ملتونو له نورو اړوندو بنسټونو سره په ګډه د افغانستان په ختیځ کې د احتمالي سېلابونو له کبله رامنځته کېدونکي زیانونه ارزوي.

د نوموړي سازمان په خبره، وروستیو سېلابونو پام وړ زیانونه اړولي او د ځايي اوسېدونکو کرنیزې ځمکې یې اغېزمنې کړې دي.

جمهورخبري آژانس
https://jomhornews.com/vdchkxnzz23n6md.yjt2.html
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته