دا په زړه پورې ده ۰
د غور مسوولینو د یاد ولایت د مرکز، فیروزکوه ښار په «بندباین» سیمه کې د راکټ مرمۍ چاودنې له امله دریو ماشومانو د مرګ‌ژوبلې اوښتو خبر ورکړی. 
د غور مسوولینو د یاد ولایت د مرکز، فیروزکوه ښار په «بندباین» سیمه کې د راکټ مرمۍ چاودنې له امله دریو ماشومانو د مرګ‌ژوبلې اوښتو خبر ورکړی. 

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې د دغه ولایت د امنیې قوماندانۍ ویاند،  مولوي عبدالرحمن بدري ویلي چې دا چاودنه پرون غرمه (سې‌شنبې، چنګاښ۱۰مه) د څارویو څرولو پرمهال پر ماشومانو شوې ده. 

مسوولینو په دې پېښه کې د دوو ماشومانو وژنه او یو بل ټپي‌کېدل تایید کړي دي.

د غور امنیې قوماندانۍ په خبرپاڼه کې دا هم ویل شوي چې ماشومانو د راکټ دا مرمۍ له موندلو وروسته بې‌ځایه کوله چې چاودنه پرې شوې ده. د دې پېښې قربانیان کوچي ماشومان ښودل شوي دي.

تر دې مخکې هم له پخوانیو جګړو د پاتې‌شویو زړو مرمیو چاودنې د لسګونه ماشومانو او لویانو ژوند اخیستی دی. 

جمهورخبري آژانس
https://jomhornews.com/vdcdns0fxyt0jk6.lb2y.html
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته