فایق زیاته کړه: "خو اصلي پوښتنه دا ده چې ایا دا پیژندنه به د افغانستان په سیاسي، اقتصادي، ټولنیز او بشري وضعیت او هغو خلکو باندې اغیزه ولري چې له فقر، بې کارۍ او نا امیدۍ سره مخ دي."
د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت هم تایید کړه چې په کابل کې د روسیې سفیر دیمیتري ژیرنوف د امیر خان متقي سره د کتنې په ترڅ کې د مسکو د دې ډلې د په رسمیت پیژندلو پریکړه په رسمي ډول اعلان کړه. طالبانو دا عمل "تاریخي ګام" وباله او هیله یې څرګنده کړه چې نور هیوادونه به هم ورته عمل وکړي.
روسیه لومړنی هیواد دی چې د طالبانو سرپرست حکومت یې په رسمي ډول په رسمیت وپیژند. سره له دې چې د طالبانو له خوا د افغانستان کنټرول بیرته ترلاسه کولو نږدې څلور کاله تیریږي، خو تر اوسه هیڅ بل هیواد دا ډله د افغانستان د مشروع حکومت په توګه نه ده پیژندلې.