په اعلامیه کې زیاته شوې چې طالبان د افغانستان د خلکو استازیتوب نه کوي او دا ډله پرته له کومې قانوني پروسې یا ټاکنو واک ته ورسېده.
په اعلامیه کې د طالبانو د واکمنۍ پرمهال د ښځو او نجونو وضعیت، په هیواد کې د خبریالانو، پخوانیو سرتیرو او امنیتي ځواکونو په وړاندې ګواښونو ته اشاره شوې او ویل شوي چې د روسیې دا اقدام تاوتریخوالي ته مشروعیت ورکوي او د عدالت اصل په بشپړه توګه له منځه وړي.
د مدني ټولنې سازمانونو او احتجاجي غورځنګونو هم د دې پریکړې پایلو ته اشاره کړې او ویلي یې دي چې دا اقدام احتمال لري چې نور هیوادونه وهڅوي چې له طالبانو سره اړیکې عادي کړي.