دا په زړه پورې ده ۰
په انقره کې د طالبانو سفارت اعلان وکړ چې سفیر یې د خپل باورلیک یوه کاپي د ترکیې د بهرنیو چارو وزارت ته سپارلې ده.
انقره کې د طالبانو سفیر د خپل باورلیک یوه کاپي د ترکیې د بهرنیو چارو وزارت ته وسپارله
په انقره کې د طالبانو سفارت اعلان وکړ چې سفیر یې د خپل باورلیک یوه کاپي د ترکیې د بهرنیو چارو وزارت ته سپارلې ده.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې په ترکیه کې د طالبانو سفارت نن شنبې (د چنګاښ ۱۴مه) په یوه اعلامیه کې ویلي، د سفارت سفیر ثاني الله فرهمند د ترکیې د بهرنیو چارو وزارت د پروتوکول مشر احمد جمال میروغلو سره ولیدل او هغه ته یې د خپل باورلیک یوه کاپي وړاندې کړه.

د غونډې په جریان کې، دواړو خواوو د دواړو هیوادونو ترمنځ د اوږدمهاله سیاسي، مذهبي او کلتوري اړیکو په اړه خبرې وکړې.

میروګلو وویل چې دوی به په نږدې راتلونکي کې د ترکیې جمهوریت لوړ پوړو چارواکو ته خپل باورلیکونه وړاندې کړي.

جمهورخبري آژانس
https://jomhornews.com/vdcd5s0fsyt0j96.lb2y.html
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته