دا په زړه پورې ده ۰
د خوړو نړیوال پروګرام اعلان کړی چې په افغانستان کې نږدې ۱۰ میلیونه خلک سږ کال دوبي کې له لوږې سره مخ دي.
په افغانستان کې نږدې ۱۰ میلیونه خلک له لوږې سره مخ دي
د خوړو نړیوال پروګرام اعلان کړی چې په افغانستان کې نږدې ۱۰ میلیونه خلک سږ کال دوبي کې له لوږې سره مخ دي.

د جمهور اژانس د راپور له مخې، د خوړو نړیوال پروګرام چارواکو نن دوشنبې (د چنګاښ ۱۶ مه) د سازمان په X پاڼه کې لیکلي چې په روان دوبي کې نږدې ۱۰ میلیونه افغانان له لوږې سره مخ دي، خو د بودیجې د سخت کمښت له امله، د خوړو نړیوال پروګرام (WFP) یوازې د یو ملیون سره د مرستې توان لري.

دغه سازمان مخکې ویلي وو چې په افغانستان کې له هرو دریو کورنیو څخه دوه یې نشي کولی د خپلو ورځنیو اړتیاوو لپاره کافي خواړه واخلي.

د خوړو نړیوال پروګرام ټینګار کړی و چې په افغانستان کې د بشري او خوراکي مرستو اړتیاوې لاهم سختې پاتې دي او کورنۍ نشي کولی د خوړو اساسي لګښتونه پوره کړي.

جمهورخبري آژانس
https://jomhornews.com/vdcjhtevauqeomz.b,fu.html
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته