د یادونې وړ ده چې د خواف-هرات د اورګاډي پټلۍ پروژې په بشپړیدو سره به افغانستان د اورګاډي پټلۍ له لارې له ګاونډیو هیوادونو، سیمې او نړۍ سره وصل شي او د سوداګریزو توکو د لیږد چټکولو او د بیو کمولو سربیره به د افغانستان او سیمې ترمنځ واټن کم کړي او نړیوالو بازارونو ته به د افغان کورنیو محصولاتو لپاره لاره پرانیزي.