میرویس عزیزي:له ایرانه شړل شویو کډوالو سره  یو ملیارد افغانۍ مرسته کوم

19 سرطان 1404 ساعت 14:34

افغان سوداګر میرویس عزیزي اعلان کړی چې هغه له ایران څخه شړل شویو کډوالو سره د مرستې لپاره یو ملیارد افغانۍ ځانګړې کړې دي.


افغان سوداګر میرویس عزیزي اعلان کړی چې هغه له ایران څخه شړل شویو کډوالو سره د مرستې لپاره یو ملیارد افغانۍ ځانګړې کړې دي.

د جمهور آژانس د خبر له مخې میرویس عزیزي نن پنشنبې (د چنګاښ ۱۹مه) په خپل X پاڼه کې لیکلي چې له ایران څخه زموږ د هیوادوالو جبري شړل او له امله رامینځته شوي ناوړه بشري وضعیت ما په ژوره توګه اغیزمن کړی او غمجن کړی دی.

هغه لیکلي: د دې بشري ناورین لپاره د مسؤلو ملي او نړیوالو ادارو د پاملرنې او غور غوښتنه کولو سربیره، ما د عزیزي بنسټ څخه د یو ملیارد افغانیو په ارزښت بیړنۍ مرسته تصویب کړې ده.

عزیزي وویل چې هغه د عزیزي بنسټ خپلو همکارانو ته امر کړی چې سمدلاسه هرات ولایت ته سفر وکړي او د مرستو رسولو کې بیړني اقدام وکړي.

جمهورخبري آژانس


د مطلب کود: 183813

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/183813/

جمهور
  https://www.jomhornews.com