په تاشکند کې د طالبانو سفارت اعلان وکړ چې د ازبکستان د بهرنیو چارو وزیر د اقتصادي همکارۍ او له دې ډلې سره د سیاسي اړیکو د ښه کولو ډاډ ورکړی دی.
په تاشکند کې د طالبانو سفارت اعلان وکړ چې د ازبکستان د بهرنیو چارو وزیر د اقتصادي همکارۍ او له دې ډلې سره د سیاسي اړیکو د ښه کولو ډاډ ورکړی دی. د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې په تاشکند کې د طالبانو سفارت تېره شپه (د چنګاښ ۲۰ مه) په یوه اعلامیه کې وویل چې د سفارت مشر عبدالغفار بحر د ازبکستان د بهرنیو چارو وزیر بختیار سیدوف سره ولیدل او د سیاسي او اقتصادي همکاریو د پیاوړتیا په اړه یې خبرې وکړې. بحر د طالبانو او ازبکستان ترمنځ د سیاسي اړیکو پر ښه والي ټینګار وکړ او دا یې د دواړو خواوو ترمنځ د دوه اړخیزو اقتصادي، کلتوري او سوداګریزو اړیکو د پیاوړتیا په لور یو مهم ګام وباله. دواړو خواوو د افغان ټرانس پروژې په اړه د هوکړې، د افغان سوداګرو لپاره د ویزې اسانتیاوو او د سوداګرۍ د حجم د زیاتوالي لپاره د سرحدي چارو د ساده کولو په اړه هم خبرې وکړې. په اعلامیه کې ویل شوي چې سیدوف د افغان سفارت د فعال رول هرکلی کوي، د اقتصادي همکارۍ او د طالبانو امارت سره د سیاسي اړیکو د ښه کولو په اړه د غور ډاډ ورکوي. د یادونې وړ ده چې ازبکستان د خپلو اقتصادي ګټو د خوندي کولو لپاره د طالبانو ډلې سره ظاهرا نږدې اړیکې جوړې کړې دي، خو دا ډله په رسمیت نه پیژني. جمهورخبري آژانس