د طالبانو د صنعت او سوداګرۍ وزارت ویاند اعلان وکړ چې د افغانستان او پاکستان ترمنځ سوداګري نږدې ۱ ملیارد ډالرو ته رسیدلې ده.
د طالبانو د صنعت او سوداګرۍ وزارت ویاند اعلان وکړ چې د افغانستان او پاکستان ترمنځ سوداګري نږدې ۱ ملیارد ډالرو ته رسیدلې ده. د جمهور آژآنس د خبر له مخې طالبانو د صنعت او سوداګرۍ وزارت ویاند عبدالسلام جواد (د چنګاښ ۲۱ مه) وویل چې د روان کال په لومړیو شپږو میاشتو کې د افغانستان او پاکستان ترمنځ د سوداګرۍ ارزښت ۹۸۹ ملیون ډالرو ته رسیدلی دی. طالبانو وویل چې له دې مقدار څخه ۲۷۷ ملیون ډالر صادرات او ۷۱۲ ملیون ډالر له پاکستان څخه واردات دي. د افغانستان عمده صادراتي توکي پنبه، د ډبرو سکاره، پیاز، ممیز، مونګ لوبیا او تالک شامل دي. پداسې حال کې چې وريجې، درمل، بوره، د کاټن ټوکر او صنعتي خام مواد له پاکستان څخه د وارد شویو مهمو توکو څخه دي. جمهورخبري آژانس