د غزني ولایت د طالبانو والي د پکتیا زون د یوناما دفتر له مشر سره ولیدل او د دې ډلې د یوناما دفتر سره یې د همکارۍ ډاډ ورکړ.
د غزني ولایت د طالبانو والي د پکتیا زون د یوناما دفتر له مشر سره ولیدل او د دې ډلې د یوناما دفتر سره یې د همکارۍ ډاډ ورکړ. د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې د غزني ولایت د طالبانو د والي د رسنیو دفتر نن دوشنبې (د چنګاښ ۲۳ مه) په یوه اعلامیه کې وویل چې ملا عبدالصمد جاوید د پکتیا زون د یوناما دفتر له مشر سره ولیدل. په دې غونډه کې، د پکتیا زون د یوناما دفتر مشر د دې ادارې د مرستې او همکارۍ یادونه وکړه او د دې سفر موخه یې د دې ولسوالیو د ستونزو څېړل او د خلکو سره مرسته کول وبلل. د دې ولایت والي د یوناما د مرستې ستاینه وکړه او ولایت ته یې د دې ادارې سره د همکارۍ ډاډ ورکړ. د یادونې وړ ده چې نړیوال مرستندویه سازمانونه په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د استازي دفتر په چوکاټ کې د مرستو په فعالیتونو کې بوخت دي. جمهورخبري آژآنس