د طالبانو د کانونو او پټرولیم وزارت د نورستان ولایت څخه د ۱۶۵ کیلوګرامه بیروج ډبرې د پلور اعلان وکړ. د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې طالبانو د کانونو او پټرولیم وزارت نن دوشنبې ( د چنګاښ ۲۳ مه) په یوه اعلامیه کې وویل چې دوی د نورستان ولایت د کامدیش ولسوالۍ څخه ۱۶۵ کیلوګرامه بیروج ډبره په یوه پرانیستې داوطلبۍ کې په ۱۲۰ ملیون افغانیو پلورلې ده. د وزارت په وینا، د ټول مقدار څخه ۱۲ ملیون افغانۍ د حکومت ونډه وه او پاتې نور یې د کانونو شرکتونو ته ځانګړې شوې وه. طالبانو وویل چې دا لومړی ځل دی چې د نورستان له کانونو څخه استخراج شوي یاقوتونه هم پلورل شوي دي. د طالبانو ډله د قیمتي او نیمه قیمتي ډبرو پورې اړوند داوطلبۍ کې د ځان لپاره لس سلنه عاید ځانګړي کوي. جمهورخبري آژانس