دا په زړه پورې ده ۰
د طالبانو د کورنیو چارو وزارت اعلان وکړ چې په هرات ولایت کې یې ۸ مسلکي غله نیولي دي.
په هرات ولایت کې ۸ مسلکي غله نیول شوي
د طالبانو د کورنیو چارو وزارت اعلان وکړ چې په هرات ولایت کې یې ۸ مسلکي غله نیولي دي.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې د طالبانو د کورنیو چارو وزارت نن سې شنبه (د چنګاښ ۲۴ مه) په یوه اعلامیه کې وویل چې په هرات ولایت کې ۸ مسلکي غله نیول شوي دي.

په اعلامیه کې ویل شوي چې د هرات ولایت د پولیسو د قوماندانۍ افسرانو د پلټنې عملیاتو په ترڅ کې د هرات ښار له نهمې ناحیې څخه ۸ مسلکي غله نیولي چې د خلکو تلیفونونه او موټرونه یې غلا کول.

طالبانو ویلي چې نیول شوي کسان به د لومړنیو څېړنو وروسته په رسمي ډول عدلي او قضايي ارګانونو ته معرفي شي.

جمهورخبري آژانس
https://jomhornews.com/vdcguw9qwak97y4.1gra.html
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته